افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل وروستي راپور کې ویلي، په تېرو دریو میاشتو کې یې د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور له ۵۰ د زیاتو ښځو او نجونو نیونه مستنده کړې ده.
رخشانه: د دې بنسټ په درې میاشتني راپور کې چې نن (پنشنبې د تلې ۲۳ مه) خپور شوی دی راغلي، ډېری له دې ښځو په هرات، یو شمېر په کابل او یوه ۱۳ کلنه نجلۍ په بدخشان ولایت کې د بې حجابۍ په تور د طالبانو له خوا نیول شوې دي.
یوناما په خپل راپور کې وايي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو فراه ولایت کې د یوه غونډه کې نارینه ګډنوالو ته ویلي، له محرم پرته ښځو بازار ته د تګ مخنیوی وکړی او هغوی ته اجازه مه ورکوۍ، چې ماښام مهال بازار ته لاړې شي.
راپور کې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا هرات او کابل کې د ښځو او نجونو نیولو ته اشاره شوې وايي، د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر په دې دوه ښارونو کې د ښځو د نیولو د پخلي تر څنګ یوې رسنۍ ته ویلي دي: «هغه ښځه چې حجاب نه رعایت کوي، مجرمه ده.»
دغه راز یوناما په خپل راپور کې دا هم ویلي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا هغه کړنې او پېښې يې هم مستندې کړې، چې روغتیايي مرکزونو او پلورنځیو ته یې د بې محرمه ښځو د ننوتو مخنیوی کړی دی.
دې بنسټ د ملګرو ملتونو تړلو دفترونو ته د ښځينه کارمندانو نه لاسرسي ته هم اشاره کړې وايي، د دې محدودیت له لګولو له یوه کال زیاته موده کېږي.
یوناما وايي، د دې راپور د چمتو کولو په موده کې، په ډېورنډ فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو سره د طالبانو په نښتو کې هم ۱۳ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
دا بنسټ په خپل راپور کې زیاتوي، د طالب ځواکونو له خوا لا هم په افغانستان کې خبریالان او رسنیز کارکوونکي نیول کېږي او زنداني کېږي. یوناما وايي، په تېرو دریو میاشتو کې د یو شمېر رسنیو فعالیتونه د طالبانو له خوا د نامعلومه دلایلو له امله بند کړای شوي دي.
یوناما په خپل راپور کې راوړي، طالبانو د جولای له ۱ د سپټمبر تر ۲۸ مې پورې د شپږو ښځو په ګډون ۲۸ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله، په یو شمېر ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.
دې بنسټ ویلي «یو لړ داسې پېښې» یې مستندې کړې، چې په هغې کې «د هزاره ټولنې پورې تړلو بنسټونو کارکوونکي [د طالب ځواکونو] له خوا نیول شوي او بنسټونه اړ شوي، چې خپل فعالیتونه بند کړي.»
یوناما د خاتم النبیین پوهنتون تړلو، د هغو د کارکوونکو نیولو او د کابل دشت برچي سیمه کې د فاطمه الزهرا کلېنیک بندولو ته هم اشاره کړې ده.
یوناما وايي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا یې د جولای ۱ د سپټمبر تر ۳۰ مې پورې، د حجاب د سرغړونو، د ږیرې لنډولو، په لوېدیځ سټایل د وېښتانو جوړلو، د جومات په لمانځه کې د نه ګډون، سندرو یا د موسقۍ اورېدلو په تورونو د ۴۴۳ مورده خپل سرو نیونو او له ښځو او نارینه وو سره د ۹۷ مورده ناوړه چلند پېښې هم مستندې کړې دي.
دې بنسټ د طالبانو پولیسي قانون ته چې څه موده وړاندې توشېح شو اشاره کړې وايي، د دې قانون له مخې هر ډول لاریون بند دی «ځکه لاریون د اسلام په قانون کې ځای نه لري.»







