د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

غزني کې یو ماشوم د اوبو په حوز کې د ډوبېدو له امله ژوند بایللی

17 اکتوبر 2026
غزني کې یو ماشوم د اوبو په حوز کې د ډوبېدو له امله ژوند بایللی

انځور: د غزني ملي راډیو

غزني کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، د دې ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې یو ماشوم د اوبو حوز ته لوېدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

رخشانه: دا پېښه پرون جمعه د (تلې ۲۴ مه) مازیګر مهال د اجرستان ولسوالۍ د «خوشک آبي» کلي کې رامنځ ته شوې ده.

غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا ماشوم سلطان نومېده او څلور کلن وو.

د خبرپاڼې له مخې، دا ماشوم پرون مازیګر د لامبو پر مهال په حوز کې ډوب شوی او وروسته یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

یوه میاشت وړاندې هم یو دوه کلن هلک د غزني ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې د اوبو په حوز کې ډوب او ژوند یې له لاسه ورکړی وو.

هر کال د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه ماشومان څاه ګانو او د اوبو حوزو ته د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکوي.
دا پېښې د کورنیو د بې پروايۍ او د څاه ګانو او حوضونو د سرونو خلاصېدو له امله رامنځ ته کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

د طالبانو تر واک لاندې د طبیعي پېښې سره د مبارزې ادارې څه موده وړاندې اعلان وکړ، چې په تېر یوه کال کې د ۶۶ ماشومانو او ۱۱ ښځو په ګډون ۱۴۸ تنه د هېواد په سیندونو کې د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دي.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه