بدخشان ولایت کې ځايي سرچینې وايي، د دې ولایت کران منجان ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو لپاره خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود.
رخشانه: بدخشان کې دوو سیمه ییزو سرچینو ویلي، دا ځوانه نجلۍ د روانې اوونۍ د شنبې ورځ (تلې ۲۵ مه) د کران منجان ولسوالۍ په «دشت» کلي کې د تریاکو په خوړولو سره ځان وژنه کړې ده.
د سرچینې په وینا، دا ځوانه نجلۍ ۲۰ کلنه وه او کوکبه نوم یې درلود.
د سرچینې د خبرو له مخې، کوکبه تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د خپلې ترور له لور شایسته سره ځايي کلېنیک ته په لاره وه، چې د طالبانو د یوه قوماندان د زوی له خوا وتښتول شوه او کوکبه چې د دې پېښې شاهده وه، د هلک له لوري په مرګ وګواښل شوه.
سرچینې زیاته کړې، د طالبانو د غړي زوی قصد درلود، چې له شایسته سره واده وکړي، خو د شایستې له هغه سره خوښه نه وه او په همدې دلیل وتښتول شوې ده.
د سرچینې له قوله، کوکبه د طالب قوماندان د زوی له خوا د خپلې ترور لور د تښتولو جریان د هغې کورنۍ ته بیان کړی او څو ورځې وروسته یې خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود.
سرچینې ویلي، شایسته او د طالبانو د غړي زوی له دوه نورو کسانو سره د پېښې په اړه نیول شوي او د طالبانو په زندان کې دي.
د طالبانو غړو په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې له کم عمره سره په زور ودونه کړي دي.







