زېبا بلخي
د مزارشریف په څنډه، په یوه کرايي کور کې تنور بل دی. ۳۴ کلنه بي بي رقیه* د سیمې د خلکو ډوډۍ ورپخوي. اولادونه یې د تنور ګرمولو لپاره له کوڅو پلاستیکونه او کارتن راټولوي. ورځنۍ ګټه یې تر ۲۰۰ افغانیو پورې رسېږي او تر ډېره یې د ځان او درې اولادونو درې وخته خواړه یې له اوبو یا چای سره وچه ډوډۍ ده. درې میاشتې کېږي، د کور کرایه یې چې په میاشت کې درې زره افغانۍ دي، نه ده ورکړې. هره ورځ امکان لري چې د کور خاوند یې توکي د باندې وغورځوي.
دا د هغه منفي ځواب بیه ده، چې رقیې شپږ کاله وړاندې د مېړه له مرګ وروسته، د مېړه له ورور سره د واده نه کولو په اړه ورکړ.
د مېړه له ورور سره د کوندې ښځې جبري واده، چې د افغانستان په محلي اصطلاح کې هغه ته «لېوره ته کېناستل» ویل کېږي، یو پخوانی دود دی.
د یوناما دفتر او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په ۲۰۱۰ کې په یوه راپور کې ویلي دي، دا کار له میراث څخه د ښځې د محرومولو او د مېړه په کورنۍ کې دارایۍ د ساتلو وسیله ده.
د ښځو د حقونو فعالان اندېښمن دي، دا پخوانی دود چې د ښځو په پوهاوی او مالي خپلواکۍ سره په زوال کې وو، د طالبانو له بیا راتګ او د ښځو پر مخ د کار دروازو تړلو وروسته، بېرته د را ژوندي کېدو په حال کې دی.
د رقیې خاوند ۱۳۹۸ کال کې، د طالبانو له بیا راتګ دوه کاله وروسته، د سرطان ناروغۍ له امله مړ شو. شپږم میاشتې وروسته یې د مېړه کورنۍ وغوښتل، چې له خپل لېوره سره واده وکړي: «ته زموږ ننګ او ناموس یې، یو سیوری دې باید پر سر وي او خلک خبرې درپسې ونه کړي.»
رقیې ونه منله، چې پایله یې هغې ته له میراث څخه محرومیت، د اولادونو ترې اخیستلو په ګواښ او له کوره ایستل وو: «اولادونه مې راسره واخیستل او د پلار کور ته لاړم.»
له پلاره یې یو کور، دوه دوکانه او یو باغ پاتې وو. له دې شتمنۍ د روقیې د مړه شوي خاوند برخه، د دې په وینا، شوخوا څلور سوه زره افغانۍ کېدې، چې اوس یې د خاوند د وروڼو په واک کې ده.
رقیه وايي، د پلار په کور یې هم ښه ورځ نه ده لیدلې او په لږې سپما سره یې په کرايي کور ونیوه. رقیه آرایشګره وه او د ښځو د سینګارتونونو تر بندېدو پورې یې له همدې لارې ژوند مخ ته بېوه. د بندېدو لږ موده وروسته یې په پټه په کور کې کار وکړ، تر څو د سیمې د ګذر وکیل ورته خبرداری ورکړ، چې له دې کاره لاس واخلي: «له ځان سره مې فکر وکړ، که ما طالبان ونیسي، نه پیسې لرم چې ځان خلاص کړم نه بل څوک. اړ شوم آرایګشري پرېږدم.»
د ښځینه سینګارتونونو بندول د ۱۴۰۲ کال په زمري میاشت کې د طالبانو له خوا پلی شو. د رویټرز د راپور له مخې، صنفي ارزونې ښيي، چې له ۶۰ زرو زیاتو ښځو خپل کار له لاسه ورکړی او ۱۲ زره سینګارتونونه تړل شوي دي.
رقیې د سینګارتون له بندېدو وروسته، یو څه موده د واټ د غاړې جامې پلورلې. هغه کار چې د دې په وینا، د طالبانو له سرخوږي جوړولو سره یې دوام ونه موند. «زموږ چترۍ یې راچپه کولې، د اوبو شیندونو موټرو په واسطه یې پر موږ اوبه شیندلې، سپکاوی او توهین یې کاوه. نو کله مو چې نه پرېښودل چترۍ بېرته لرې کړي، د ټوپک په کنداغ یې وهلو.»
اوس ډوډۍ پخول د هغې وروستۍ لار ده. دوه مشرانو زامنو یې تر درېیم ټولګي پورې ښوونځۍ لوستی او اوس یې پرېښی دی.
د شریعت له مخې، کومه ښځه چې اولاد لري، د مېړه له میراث څخه اتمه برخه وړي. خو دوه اوونۍ وړاندې، کله چې رقیه بیا د خپلې او خپلو اولادونو د حق اخیستو لپاره د مېړه کورنۍ ته ورغله، له همغه ځواب سره مخ شوه، یا به مېړه له ورور سره واده کوي او د هغه دویمه ښځه به کېږي، یا به له میراث څخه محرومه وي. همدارنګه د خاوند کورنۍ یې وګواښله، چې د شکایت په صورت کې به اولادونه هم ترې واخلي.
رقیې تر اوسه هېڅ بنسټ ته شکایت نه دی کړی. هغه وايي، له دې وېرې چې اولادونه له لاسه ور نه کړي. د خپل حق د رسمي څار څخه منصرفه شوه.
د بلخ ۲۸ کلنه مارینا* هم د دغه دوه لارې پر سر ولاړه ده. مېړه یې څلور کاله وړاندې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شوی او د مېړه کورنۍ یې شرط پرې ایښي، چې یا له اولادونو او میراث څخه لاس په سر شي یا د مېړه له ورور سره واده وکړي.
د هغې په وینا: «ته زموږ ناموس یې. که لاړه شې خلک به موږ ته بې غیرته و وايي.»
د مارینا د مېړه ورور ۵۳ کلن دی، له دې ۲۵ کاله مشر دی. مارینا له رخشانې رسنۍ سره په تلېفوني خبرو کې وايي، بله چاره یې نه درلوده: «کله مې چې خپله کورنۍ را سره نه وي، په دې طالباني شرایطو کې ما څه کولای شوای؟ اولادونه یې را نه خیستل. زره در په دره یوازې پاتې کېدم.»
هغه باوري ده، چې که طالبان په واک کې نه وای، کولی یې شوای د خاوند کور پرېږدي او له خپلو اولادونو سره یو ځای خپله راتلونکې جوړه کړي. اوس د هغې له واده دوه کاله تېرېږي.
مارینا له دویم مېړه څخه یو شپږ میاشتنۍ ماشوم لري. هغه خپل نوی ژوند له تاوتریخوالي ډک بولي. خو تر ډېره یې د خلکو د ژبو ټپ ځوروي. «ګاونډیان او قومیان مې خبرې راپسې کوي. تا له لېوره سره واده وکړ، څنګه دې وکولی شوای؟ د خاوند ملګري خبرې راپسې کوي، هغه ته وايي تا له خپلې وریندارې سره واده کړی. سترګې دې ورته پټې کړې وې، حتمن د هغه هم عصاب خرابېږي او له ما سره بد چلند کوي، او په څه نا څه خبرو پلمې جوړوي او بیا جنګ او جنجال کوي.»
د ښځو د حقونو فعاله تبسم مرادي وايي، دې دود له خپلو حقونو او مالي خپلواکۍ څخه د ښځو په پوهاوی سره کم کم رنګ له لاسه ورکاوه: «ښځو کولای شوای له کوره د باندې کار وکړي، مالي خپلواکي ولري او د ځان او اولادونو ژوند مخ ته یوسي.»
د هغې په وینا، خو د طالبانو له راتګ او د ښځو د کار او زده کړو له بندښت وروسته، دا دود بیا زیات شوی دی، ځکه ښځې له مالي پلوه په سړیو پورې تړل شوې او «اړ دي، په دې خاطر چې اولادونه یې وږي پاتې نه شي، [دغه ډول] جبري واده ته غاړه ورکوي.»
یادونه: په راپور کې هغه نومونه چې د * نښه ورسره ده، مستعار نومونه دي.







