په هغه ناسته کې، چې فنلنډ کې د یو شمېر افغان کډوالو له خوا جوړه شوې وه، د افغانستان لپاره د عدالت غوښتي پر پاشلي بهیر نیوکه وشوه او ویناوالو د فعالانو تر منځ په کډو ارزښتونو ټینګار وکړ.
رخشانه: د «فنلنډ افغانانو ټولنه له پرونیو ننګونو د سبا تر رڼاوو پورې» سمینار پرون (شنبې د لړم ۲ مه) د فنلنډ هلسینکي ښار کې د فنلنډي افغانانو ټولنې او د فنلنډ د روغتیا او هوساینې موسسې په همکرۍ جوړ شو.
لیکواله او په اتریش کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیرې منیژه باختري په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د عدالت غوښتنې پر پاشلتیا نیوکه وکړه او ویې ویل جلاوطنه ټولنه کولي شي، د سیاسي نظرونو د اختلاف سره سره، د ښځو د حقونو او امنیت او د ماشومانو د زده کړې په برخه کې یو او یوه خوله شي.
په دې ناسته کې لیکوالې او ديپلوماتې منیژه باختري، څېړونکي او لیکوال حمزه واعظي او د فنلنډ د عدلیې وزارت او روغتیا او هوساینې موسسې استازو، په فنلنډ کې د افغانستان د جلا وطنه نوي او راتلونکي نسل، د ننګونو، ظرفیتونو او وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.
مېرمن باختري د دې ناستې په څنډه کې له رخشانې رسنۍ سره په مرکه کې و ویل، په داسې حال کې، چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې، په هېواد کې د جنسیتي توپیر پر بنسټ نظام واکمن کړی او له خپله ځانه جوړو شویو فرمانونو او قوانینو له لارې نظام منده تبعیض پلی کړي، له هېواده بهر دیاسپورا په ځانګړې توګه افغان ښځې او نجونې مسوولیت لري، د هېواد د ننه ښځو غږونه، هیلې او غوښتې د نړیوالو تر غوږونو وروسوي او حق ورته وغواړي.
اغلې باختري همداراز د ټولنیزو فعالتیونو پر اړتیا او د طالبانو پر ضد د واحد غږ اوچتولو او د افغان ښځو په ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، په اروپا، امریکا او کاناډ کې مېشت افغانان کولی شي د سیاست په اړه د نظر اختلاف ولري، خو د ښځو حقونه او خوندیتوب او د ماشومانو د زده کړې حق ګډ ارزښتونه دي، چې کولی شو هغه ادا او یو له بله همکاري وکړو.
منیژې باختري په خپلوخبرو کې په اروپا کې د مېشتو افغان ښځو تر منځ د محدودیت او پوهاي شته والي ته اشاره وکړه ویې ویل: «په اروپا او امریکا کې لا هم په ځینو افغان کورنیو کې ښځې د ټولنیز ګدون او کار حق نه لري او یا په ځینو مواردو کې له خپلو حقونو خبرې نه دي.»
جلا وطنه ټولنپوه، لیکوال او څېړونکي حمزه واعظي، په دې ناسته کې، په اروپا کې د افغاني ټولنې تر منځ د هویت د بحران په موضوع رڼا واچوله ویې ویل، افغاني ټولنه د هویتي بحران میراث لرونکې ده، چې همغه میراث یې له ځان سره دلته هم رالېږدولی دی.
نوموړي په دې اړه و ویل: «موږ د والدینو په توګه، د ښوونې او روزنې ځلانده بېلګې نه لرو او د داسې زبېښلي هویت لېږدونکي یو، چې زموږ د ځوان نسل د اړتیاو ځواب ویونکی نه دی.
د دې ناستې په پای کې د دریځ د سر غړو د بېلا بېلو ډلو د خبرو اترو د پایلو په اړه له هغې جملې د کوربه ټولنې سره د سمون ننګونې، د کډوالو د هویت بحران، سیاسي لېوالتیا او د کلتوري نیوکو اړتیا، له کوربه ټولنې سره کلتوري توپیرونه، د کډوالو د کار او ګمارنۍ، د هغوی د ستونزو او فرصتونو، د ښځو حقونه، د افغاني ټولنې د دودیزه جوړښتونو او ښځو په وړاندې تاوتریخوالی وړاندې کړ.







