زحل آزاد
راضیه له خپل دوه کلن ماشوم سره چې په غېږ کې یې وو، د سیالۍ ځای ته د ننه شوه. ۲ ساعته ځنډ یې کړی وو او شاوخوا ۲۰۰ انځورګر یې ولیدل چې په آرامۍ سره انځورګري کوي. هغې ډېره هڅه وکړه، چې په وخت راورسېږي، خو سیالۍ ته له راتګ وړاندې یې باید د کور کارونه او د مېلمنو هرکلی یې کړی وای.
راضیې خپل کار توکي وغوړول او په انځورګرۍ یې پیل وکړ. ورځ وروسته یې نوم د سیالې د درېیم کس په توګه اعلان شو. هغه پایله چې راضیه یې خوشحاله او ان حیرانه کړه.
د شمامه انځورګرۍ سیالي د «ارګ د هنري ګالرۍ» په نوښت د تلې په ۱۵ مه نېټه په کابل کې جوړه شوه. له ۲۰۰ زیاتو نجونو په دې سیالۍ کې ګډون کړی وو.
د هغې د جوړونکو په وینا، ۱۶۰ تنه د ژوندۍ انځورګرۍ په برخه او یو شمېر نور د غوره اثارو په غواري کې. د ژوندۍ انځورګرۍ برخې ګډونوالو درې ساعته فرصت درلود تر څو یو انځور وباسي. په داسې حال کې، چې په دویمه برخه کې، هغه هنرۍ اثار چې پخوا نجونو جوړ کړی وو، و ارزول شول.
د سیالۍ یو تن ګډونوال میثم ذولفقار وايي، دا سیالۍ د هغو هنرمندو ښځو او نجونو د ملاتړ په موخه په لار اچول شوې وه، چې د خپلې وړتیا او لېوالتیا سره سره یې د خپلو کارونو د ښودلو لپاره کافي فرصت نه درلود.
د هغه په وینا، لومړنۍ مفکوره د جامو د ډیزاین سیالي جوړول وو، خو جوړونکو تصمیم ونیو، چې کار په انځورګرۍ سره پیل کړي او په راتلونکې کې د ښځو د نورو هنري څانګو د ملاتړ لپاره هم پروګرامونه جوړ کړي. «موږ پلان کړې وه، هر کار چې زموږ له لاسه کېږي، باید د دې هنرمندو ښځو لپاره یې تر سره کړو، څوک چې هنر لري، خو په خواشینۍ سره فرصت نه لري، چې له هنره یې ګټه واخلي او هغه نندارې ته وړاندې کړي.»
په ورته وخت د سیالۍ د جوړولو په څرنګوالي موجوده شرایطو هم اغېز وکړ. د ذلفقار په وینا، جوړونکو د غور آثارو ټاکنې په برخه کې تصمیم ونیو، هغه انځورګرۍ ومني، چې په هغې کې د افرادو څېرې نندارې ته نه وي وړاندې شوې. په دې برخه کې آثار په طبیعت پورې محدود شول.
مسوولین د دې پرېکړې په اړه څه نه وايي، خو دلیل یې روښانه دی، طالبان د ساه کښځو انځورګري او د انځور خپرول حرام ګڼي. د دې ډلې د «امربالمعروف او نهی عن المنکر» قانون په اوولسمه ماده کې، چې د ۱۴۰۳ کال په اسد میاشت کې پلې شوه، په رسنیو کې د انسان او نورو څارویو انځور خپرول بند شوي دي.
د افغانستان د معاصر هنرونو مرکز مدیر رحرو عمرزاد ویلي، طالبانو د ساه کښو انځور ایستل او په هنري آثارو کې د فیګوراتیو هنر هم بند کړی دی.
خو سیالي له ټولو نیمګرتیاو سره له تاوده هرکلي سره مخ شوه: «کله مو چې سیالي اعلان کړه، د پام وړ هرکلی یې وشو او ګڼو نجونو موږ ته پیغامونه راکړل. د سیالۍ په ورځ هم ځینې له خپلو میندو او ځینې نور یې له خویندو سره راغلې. په وېرېدلو سترګو کې یې لېوالتیا لیدل کېده. تر ټولو په زړه پورې دا وه، چې یوه ځوانه مور له خپل کم عمره ماشوم سره په سیالۍ کې د ګډون لپاره راغلې وه.»
د راضیې لپاره په دې سیالۍ کې ګډون یوه هڅه وه تر څو هغه هنر چې شپږ کاله یې ورته خواري وکړه، ژوندی وساتي. هغې چې د طالبانو تر راتګ مخکې د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ مه، خپل هنري کارونه په هنري نندارتونونو کې عمومي نندارې ته اېښودل، اوس اړ ده، چې د کوټې په کونج کې انځورګري وکړي.
د دې په وینا، هغه ځای چې هممهاله یې د کور کارونه او د دوه اولادونو د لویولو مسوولیت هم ور تر غاړې وو.
راضیې تر یوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې. هغه لس کاله وړاندې په ۱۸ کلنۍ کې هغه وخت چې د دې په خپله وینا د واده لپاره لا وختي وو، واده ته غاړه کېښوده: «کله یې چې زما غوښتونکو ته مثبت ځواب ورکړ، ما مخالفت ونه شوای کولی، ځکه د دې کار حق مې نه درلود. زموږ په کورنۍ کې پرېکړې هر وخت پلار، وروڼه او زما ترونه کوي، ډېر وختي مې واده وکړ.»
له ناوېتوب وروسته کلونو او د ګډ ژوند د فشارونو په منځ کې، په دې لټه کې وه، تر څو د ځان لپاره یو کار تر سره کړي. انځورګري یې کمه کمه زړه ته ولوېده او په یوه بوختیا ورته بدله شوه. په هنري نندارتونونو کې یې ګډون کاوه او د نجونو کړاونه، محدودیتونه او له زده کړو محرومیتونه یې کېنوس ته راوړل.
خو د کابل په سقوط سره د دې او نورو هنرمندو ښځو لپاره د کار چاپېریال تنګ شو: «مخکې مې د ښځو د محدودیتونو په اړه انځورګري کوله، دا چې ولې نجونې نه شي کولی ښوونځي ته لاړې شي او ولې د انتخاب حق نه لري. هغه ورځې چې طالبان تازه راغلي وو او کور په کور یې تلاشي کوله، له وېرې مې ډېرې انځورونه وسوځول او اوس په ډېر تیاره او تور قلم کې کار کوم.»
د راضیې په وینا، د انځورګریو د موضوع تغیر، د دې د ننه کړاو نه دی کم کړی. اوس یې هم زړه غواړي د افغان ښځو غږ و اوسي. خو کله یې چې د کارونو د ښکاره کولو لپاره ځای نشته، انګېزه یې مړه کېږي: «د سیالۍ په ورځ زما په کور کې مېلمانه وو، او خدای خدای مې کول، چې هغوی ژر لاړ شي تر څو سیالي له لاسه ور نه کړم. له بلې خوا مې دوه کلنه لور له ما پرته نه پاتې کېده او ژړل یې. آخر مجبوره شوم هغه هم له ځان سره یوسم. ډېره وېره مې درلوده. کله چې ورسېدم، ومې لیدل تول ځایونه ډک دي او انځورګرو نجونو خپل کارونه ډېر مخ ته وړي دي. د بریا مې هېڅ تمه نه درلوده.»
یوه ورځ وروسته، کله چې د راضیې نوم د ګټونکې په توګه اعلان شو او مقام یې خپل کړ، خپله یې هم باور نه کېده. هغې یوه اندازه نغدې پیسې او د انځورګرۍ د توکو یوه بسته وګټله. په خوښۍ سره یې و ویل: «ډېر تعجب مې وکړ، له ځان سره مې و ویل، د دې ټولو ګډنوالو په منځ کې ما هم وکولی شوی، یو مقام خپل کړم. پوه شوم چې له دوو اولادونو او د کور له دې ټول مسوولیت سره، بیا هم کولی شم خپلو هیلو ته نېږدې شم.»
د جایزې ګټل او د هغې مادي ارزښت یو خوا، خو د راضیې لپاره د هغو له انګېزې ډکو نجونو لیدل، چې له دې ټولو ستونزو سره سره سیالۍ ته راغلې وې، اصلي انعام وو.

راضیه د نجونو د زدهکړو پر وړاندې دردونه، محدودیتونه او محرومیتونه پر کینوس انځوروي / عکس: رخشانې رسنۍ ته استول شوی
هغه پروګرامونه چې د دې په وینا، د افغانستان په اوسنیو شریطو کې د ښځو ناامیده روح ته تازه ژوند ور پېچکاري کوي. نوموړې له دې وړاندې هم په یوه انلاین سیالۍ کې، چې، په امریکا کې د یوې افغان مېرمنې له خوا جوړه شوې وه، لومړی مقام ګټلی وو.
په ورته وخت، د هغې لپاره راتلونکې لا هم تیاره او ناڅرګنده ده. نوموړې هیله لري، چې آثار یې د نړۍ په لویو نندارتونونو کې ولیدل شي او د افغان ښځو راوي و اوسي: «غواړم دومره انځورګري وکړم، چې آثار مې تل پاتي شي. غواړم هغه ورځې چې افغان مېرمنې یې تېروي، محدودیتونه او کړاونه یې انځور کړم. هغه څه چې په خپل ټول وجود یې حس کوم.»
د دې سیالۍ یوه بله ګډونواله زهرا رهنورد، د دې ډول سیالیو له په لار اچولو هرکلی کوي وايي، دا پروګرامونه هنرمندو نجونو ته انګېزه ورکوي، تر څو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي او خپلې هیلې له لاسه ورنه کړي. هغه د ښوونځي په اووم ټولګي کې وه، چې لکه د نورو زرګونو نجونو په شان د زده کړو له دوامه محرومه شوه. خو په کور کېناستو ته یې تن ور نه کړ او اوس شاوخوا څلور کاله کېږي، په جدي توګه انځورګري کوي. زهرا د خپلو اثارو لپاره د «ریالېزم» سټایل غوره کړی دی.
هغه وايي، انځورګرۍ دې ته فرصت ورکوي، هغه څه چې په ریښتیني ژوند کې تر لاسه کېدونکي نه ښکاري، د انځور په مخ یې څرګند کړي. زهرا تر ډېره د انسانانو څېرې باسي او په خپلو اثارو کې هڅه کوي ټولنیز محدودیتونه او د خپلو هم نسلانو له لاسه وتلو فرصتونو غم او افسوس معنکس کړي: «کله چې څوک زما انځورګرۍ ته ګوري، دا ما ته خورا مهمه ده، چې د هغې د ننه احساس لمس کړي او په اثر کې نغښتی پیغام واخلي.»
زهرا د شمامه په سیالۍ کې پرېکړه وکړه، چې یو نوی سبک و ازمويي. له وېرې او اندېښنې سره یې تر پایه پورې انځورګرۍ ته دوام ورکړ او دویم مقام یې تر لاسه کړ. دې بریا او د کورنۍ او دوستانو هڅونې د انځورګرۍ د دوام لپاره د هغې انګېزه لا پیاوړې کړه.
د راضیې او زهرا په شان نجونو لپاره انځورګري یوازې یو هنر نه دی، دا د احساساتو د څرګندولو، د وړتیاوو ښودلو او په داسې وخت کې د خپلو هیلو د ژوندي ساتلو وسیله ده، چې ډېری فرصتونه ترې اخیستل شوي دي.
د دوی په وینا، دا ډول سیالي جوړول ښايي ونه توانېږي له زده کړو د دوی محرومیتونه او د دوی د ژوند محدودیتونه بدل کړي، خو دا فرصت برابروي تر څو ولیدل شي، له ټولو سره سیالي وکړي او یاد ته راوړي، چې لا هم هیلې لري، چې هغو ته د رسېدو لپاره باید هڅې وکړي.
د راضیې وروستۍ خبره د افغان نجونو لپاره دا پیغام دی: «هېڅ وخت هڅه مه پرېږدۍ، تر چې هڅه ونه کړۍ څه شی بدلون نه کوي. ښايي یو ځای نه یو ځای د رڼا امید وي، مهمه دا ده، چې تسلیم نه شۍ. دا وضعیت سخت دی، خو هیله ده، د تل لپاره نه وي.»







