هغه څه چې پر دوام راځي زما لپاره یوه ناوړه تجربه وه. هغه پېښه چې ښايي د ځینو لپاره یوازې یوه دعوا او یا هم یو ساده مزاحمت وګڼل شي، خو زما لپاره تر دې زیات څه وو. رښتیا دا، ان زړه مې یې له نجلۍتوبه تور کړ. د هغو ټولو خبرو او قضاوتونو په خاطر، چې له دې پېښې وروسته یې پرې نښودم.
ناآرامه له دې یم، کله چې یوه نجلۍ یو حقیقت وايي، مخکې له دې، چې خبرې واورېدل شي، د ځان په اړه قضاوت کوي. خو دا چې نجلۍ یم او حقیقت مې و وایه، باید ملامته وګڼل شم؟ د دې پر ځای چې وپوښتي څه راپېښه شوې، اول پوښتنه کوي، چې خپله مې کوم کار کړی، چې داسې یوه پېښه رامنځ ته شوې ده.
په ځلونو داسې پېښه شوې، چې په غلیو کوڅو کې هلکان مزاحمت کاوه. راپسې کېدل به، په غوږ به یې وهلم او ټینګار به یې کاوه، چې شمېره مې هغه ته ورکړم. دا پېښه مې په وار وار د خور او ملګرو تر مخ رامنځ ته شوې، ان هغوی ته هم.
یوه ورځ ماښام کور ته پر لار مې ولیدل، چې همغه هلک مې بیا په لار کې راپیدا شو او همغه مخکني مزاحمت ته یې دوام ورکړ. تصمیم مې ونیو، چې خبره مې له ورور سره شریکه کړم. اتفاقآ همغه شپه هغه ځای ته نېږدې د تره زوی مې هم وو، په لړزېدلي اواز مې سلام وکړ او هڅه مې وکړه، چې ځان آرامه وساتم، زړه مې ټوپونه وهل او زر فکرونه مې په سر کې تاوېدل.
په ټولې وېرې چې درلوده مې، پرېکړه مې وکړه، چې حقیقت پټ نه کړم. د هر څه په ویلو مې پیل وکړ. په یوه شېبه کې د کوڅې چوپتیا، د لارویانو په ګڼه ګوڼه او شور ماشور بدله شوه. د ورور او تره د زوی بحث مې له هغه هلک او ان مشر ورور سره یې پورته شو.
هغه هلک تل قسمونه کول، چې هېڅ کار یې نه دی کړی. سم مخامخ راته ولاړ وو او سترګو ته مې یې کتل، خو بیا هم منکرېده. له ډېرې غوسې مې و ویل: «د مور په سر قسم وخوره.» هغه بیا هم قسم وکړ چې له ما سره یې هېڅ کار نه دی لرلی. لا غوسه شوم او مې ویل: «لږ تر لږه په مور د رحم وکړه. کله چې دومره ډارن یې، ولې مزاحمت کوې؟»
ورو ورو خلک راټول شول او کوڅه کې ګڼه ګوڼه شوه. زه یې کور ته ولېږلم او په همغه وخت کې جنګ شروع شو. لږ وروسته، د شاهدۍ ورکولو په خاطر له ما وغوښتل شول، چې بیا د باندې ور ووځم. ان هوا تیاره شوې وه. کله مې چې بیا هغه هلک ولید، سره له دې چې وېره مې لا هم په زړه کې وه، ومې ویل: «بلې په خپله دی. همدې هلک ما ته مزاحمت کاوه او ټوله لار راپسې وو.»
د ما له راتګ وړاندې، د دعوا د غلي کولو لپاره دوی څو تنه وهلي و او کوڅه د څو شېبو مخکې وخت په څېر نه وه. زه یوازې ولاړه وم او سیل مې کاوه، نه پوهېدم چې څه به واورم. له ما یې وپوښتل هغه هلکان چې له ما سره وو، زما سره یې څه اړیکه لري. ومې ویل یو مې ورور دی او بل مې د تره زوی. وروسته یې زما د وروڼو او خویندو د شمېر پوښتنه وکړه. ما هغه شېبه یوازې دا غوښتل چې یو څوک مې خبره واوري. نه مې غوښتل مجبوره شم، دا ثابته کړم چې څوک یم او له چا سره اړیکه لرم. غوښتل مې د هغه کار په اړه چې له دې هلک سره یې کړی وو خبري وشي. نه په دې اړه چې زه یوه نجلۍ یم.
خو اصلي درد له هغه ځایه پیل شو، چې خبره زما او د نجونو خوا ته را تاو شوه. و ویل شول، چې که نجلۍ بده نه وي، هېڅ هلک یې شا نه نیسي. خامخا نجلۍ کوم کار کړی، چې هلکان پسې شوي دي. و ویل شول له دلیل پرته هېڅ هلک نجلۍ ته سترګې نه پټوي.
که رښتیا و وایم، د دې خبرو په اورېدو سره مې، د ننه هر څه مات شول، په لوړ غږ. ما څه کړي وو؟ آیا جامې اغوښتل یا نجلۍ والی د دې لامل کېږي، چې څوک دې مزاحمت ورته وکړي؟ آیا کورس ته تلل او درس ویل کېدای شي، د چا د مزاحمت لپاره دلیل و اوسي؟ ما ان د هغه هلک خوا ته لا نه دي کتلي، خو اوس باید د هغه د چلند په اړه ما ځواب ورکړی وای. همغه شېبه پوه شوم، هغه څه چې له پېښې زیات درد راکوي، دا ده ولې تل کله چې یوه بده پېښه یوې نجلۍ ته رامنځ ته کېږي، اول خپله له نجلۍ پلټنې کېږي. ولې دا نه پوښتي، چې چا مزاحمت کړی او ولې؟ ولې یوه نجلۍ باید له هغه څه چې وېرېدلې، د خپلې وېرې تر ځنګ د نورو د قضاوتونو بار هم په اوږو واخلي.؟
له دې ټولو بې انصافیو مې زړه نیولی وو. ما لویه آزادي نه غوښته، یوازې دا مې غوښتل، که چېرې څوک راباندې ظلم وکړي، وکولی شم خبرې وکړم، پرته له دې، چې لومړی مې شخصیت او آبرو تر سوال لاندې شي. نه مې غوښتل، خو دا چې نجلۍ یم او غږ مې لږ واورېدل شي. نه مې غوښتل هر ځل چې د خپل حق لپاره غږ پورته کړم، یو څوک دې زما د خبرو اورېدو پر ځای، زما نجلۍتوپ پلمه کړي.
بالاخره شخړه پای ته ورسېده او ټول لاړل. زه له خپلو وروڼو سره کور ته لاړم، خو زما لپاره ماجرا هملته تمامه نه شوه. کومې خبرې مې چې په هغه شپه واورېدې، تل مې په فکر کې تکرارېږي.
کورنۍ مې پوهېده، چې ما او نورو نجونو حقیقت و وایه. ورور مې هم په ما ویاړ کاوه. سره له دې چې په وېره کې مې حقیقت ویلي وو او نه مې غوښتل موضوع پټه پاتې شي. د هغه ملاتړ را ته مهم وو، ځکه په هغه تیاره شپه لږ تر لږه یو تن وو چې زما په خبرو یې باور درلود او ما ته یې یادونه کوله، چې د حقیقت ویلو لپاره نه باید، له ځانه وشرمېږم.
ای کاشکي په داسې ژوند کې، چې ځمکه او وخت د افغان نجونو او ښځو په وړاندې دی، لږ تر لږه کورنۍ د ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږي، تر څو په دې لار کې کم روحي او رواني زیان و ویني.
ښايي تر اوسه له هغې شپې ناآرامه وم. ښايي ځینې خبرې مې چې اورېدلې، مودې په ذهن کې پاتې شي، خو نور نه غواړم، د دوی په خاطر له ځانه خجالت شم. زه وېرېدلې وم، خو چوپ نه شوم، زړه مې مات شوی وو، خو لا مې هم نه غوښتل، خپل انسانیت له لاسه ورکړم. زه یوازې یوه نجلۍ یم، نه یوه تورنه، نه یوه ګناه ګاره او نه هغه څوک چې د حقیقت ویلو لپاره شرمېدلې وي.
یادونه: د راغلو لیکونو د منځپانګې مسوولیت د هغې د لیکوالانو په غاړه دی.







