د دایکندي ولایت سنګ تخت او بندر ولسوالۍ کې ځايي سرچینې وايي، د طالبانو امربالمعروف ځواکونو په دې ولسولۍ کې څلور تنه ځوانې نجونې د څو ساعتونو لپاره نیولې وې.
رخشانه: په سنګ تخت او بندر ولسوالۍ کې دوه باوري سرچینو ویلي، دا څلور ځوانې نجونې چهارشنبې د (لړم ۲۷ مه) غرمه مهال ۱۰.۳۰ بجې د «بندر» له بازار څخه ونیول شوې.
د سرچینو په وینا، دا څلور واړه ځوانې نجونې د «چهار قل میري» کلي اوسېدونکې وې او د سودا اخیستو لپاره بازار ته تللې وې.
سرچینو زیاته کړې، سره له دې، چې دغو نجونو «شرعي محرم» درلود خو طالبانو هغوی د «بې حجابۍ» په تور ونیولې.
د سرچینو په خبره، هغوی کابو څلور ساعته د طالبانو په بند کې وې او له ژمنې ورکولو وروسته په ضمانت خوشې شوې.
دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونه د دایکندي په ولسوالیو کې ښځې او نجونې د حجاب نه رعایت کولو په تور نیسي.
دغې دلې له دې مخکې په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې، د هېواد په یو شمېر لویو ښارونو، په ځانګړې توګه هرات او کابل کې په وار وار ښځې او نجونې د حجاب نه رعایت کولو په تور له ښاره نیولې او په ځینو مواردو کې یې څو ورځې زنداني کړې هم دي.







