رخشانه
د سږ کال د روژې اختر ته ورځې لنډې وې او مریم تازه خپله تنخوا اخیستې وه. هغې له مېړه وغوښتلو، چې له دې پیسو دوه یا درې زره افغانۍ دې ته ورکړي تر څو د ځان او لوڼو لپاره د اختر جامې پرې وکړي.
د مېړه ځواب یې تریخ او ځورونکی وو. مېړه یې د چای ګیلاس د دې پر لور وار کړ، جوش چای د مریم په مصنوغي پښه تویې شو او ګیلاس یې په ټټر ولګېد. له چای وروسته پورته شو او هغه یې وډوبله. «[مېړه مې و ویل] ته… دومره لویه ښځه شوې چې په دوه روپیو معاش دې پر ما خبرې کوې.»
مېړه یې یوه داسې کلیمه کارولې، چې ډېره بده مانا لري او د مریم د سپکولو لپاره کارول شوې ده. مریم جسمي معلولیت او مصنوعي پښه لري.
مریم د میاشتې ۱۲ زره افغانۍ معاش اخلي، خو د ځان لپاره ان د لسو افغانیو د لګولو واک نه لري. ټول خاوند ترې اخلي.
مریم*۳۱ کلنه، د درې لوڼو مور او د بدخشان د فیض آباد ښار اوسېدونکې ده.
هغه په یوه بهرني بنسټ کې چې د معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په برخه کې کار کوي، صفاکاره ده. هره ورځ د سهار له اتو د مازیګر تر څلورو.
دا راپور د هغو ښځو کیسه بیانوي، چې وايي ان په خپله ګټه هم واک نه لري. په بدخشان، غزني او بلخ ولایتونو کې، له لږ تر لږه پنځو ښځو سره خبرې اترې څرګندوي، چې هغوی د خپلې شخصي ګټې د لګولو لپاره اړ دي، د کورنۍ له نارینه وو اجازه واخلي.
د ښځو د حقونو فعلان دا وضعیت د «تاوتریخوالي» یو بل ډول بولي.
مریم د خپل سخت کار په اړه وايي، بدن یې له درده ډک دی. «سره له دې چې پښه مې ستونزه لري، د معدې مشکل لرم، ملا مې درد کوي او غاښونه مې هم خوږېږي، اجازه نه راکوي، چې د خپل معاش په پیسو یو ځل ډاکتر ته لاړه شم او یوه افغانۍ هم نه راکوي. که غوسه شي، د مرګ تر کومې مې وهي.»
مریم یو له هغو ګوتو په شمار ښځو ده، چې په افغانستان کې لا هم له کوره د باندې کار کوي. د ملګرو ملتونو د کار د راپور له مخې، د افغانستان د کار په بازرا کې د ښځو د ګډون کچه په ۲۰۲۰ کال کې له شپاړس نیم سلنې، په کال ۲۰۲۶ کې ۵ سلنې ته راټیټه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام هم وايي، په ۲۰۲۴ کې یوازې ۷ سلنه افغان مېرمنو له کوره د باندې کار کاوه.
مریم و ویل: «ما ته هم حساب نه راکوي. د پوښتنې جرآت هم نه لرم، چې څه یې کوې. یوازې وېرېږم، چې جوارګري پرې ونه کړي او پیسې یې ټولې کړې، چې کومه بله ښځه پرې ونه کړي.»
د ښځو د خوندیتوب د اندېښنې په خاطر د راپور ځینې جزئیات سانسور شوي دي.
مریم یوولس کاله وړاندې د بدخشان د کشم ولسوالۍ پر لار په یوه ترافیکي پېښه کې، چپه پښه له ګونډې لاندې له لاسه ورکړه. په همغه کال یوې آلماني موسسې ورته مصنوعي پښه جوړه کړه.
د مریم لپاره په دې بدني وضعیت په ساعتونو ساعتونو کار کول آسانه نه دي. خو وايي، په بېرون کې کار کول ورته لږ تر لږه دا لاس ورکوي، چې اولادونه یې پر دسترخوان کافي ډوډۍ ولري.
مریم چې په خپلو دریو لوڼو مینه ده، هېڅ زوی نه لري. هغه د یوې ستونزې له امله نه شي امیندواره کېدای. مېړه یې د زوی نه لرلو په خاطر څو ځلې ملامته کړې ده. «د لوڼو تر مخه مې راته وايي، کاش د دغو دریو پر ځای مې، درې زامن وای.»
مریم وايي، په وار وار یې طلاق ته فکر کړی، خو د لوڼو د لاسه ورکولو وېره له یوې خوا او له بل لوري د یوې معلولیت لرونکې ښځې په توګه ټولنیز وضعیت، د دې لامل شوی، چې ویې زغمي.
البته له دې نظره طلاق هم د ډېری ښځو لپاره د ستونزو د پای ته رسېدو ټکی نه دی. لکه ۳۴ کلنه ساره* چې کابو دوه کاله کېږي، له مېړه جلا شوې او د پلار پر کور ژوند کوي.
هغه په یوه کورنۍ موسسه کې د خوراکي توکو د پروسس برخه کې کار کوي او د میاشتې اووه زره افغانۍ مزدوري اخلي. ټولې یې پلار ترې اخلي او په کور کې یې لګوي. «کله کله مې مشره لور لیدو ته راځي. هغه ۹ کلنه ده او کله هم د ښوونځي له لارې مې لیدو ته راشي. خو ان ۵۰ افغانۍ مې هم له خپل معاش نه راکوي، چې هغې لور ته مې یې ورکړم تر څو د ځان لپاره څه خواړه پرې واخلي.»
ساره یو نیم کال کېږي کار کوي. وروسته له دې، چې له خاونده یې طلاق واخیست، د څلورو ماشومانو پالنه یې د مېړه په برخه شوه.
پلار یې په دې شرط هغې ته د کار اجازه ورکړه، چې خپل معاش له هر ډول کمي پرته و ده ته تسلیم کړي. هغې و ویل، د سږ کال په وري میاشت کې کله یې چې له کورنۍ وغوښتل یو موبایل واخلي، پلار یې په ملا کې په لغته و وهله او ویې ګواښله، چې که بیا د موبایل نوم واخلي، نو په کور به یې بنده کړي.
د باندې کار کولو د ساره لپاره یوازې رواني امنیت راوړی دی. هغه د طالبانو د محدودیتونو له امله نه شي کولی د ځان لپاره بېل کور ونیسي.
ساره و ویل: «له دې ژونده ډېره ستړې شوې یم، خو څه چاره وکړم.»
د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې ۲۴ کلنه سپېده* هره ورځ د سهار له اتو د غرمې تر دولسو بجو پورې په یوه دولتي ښوونځي کې نجونو ته تدریس کوي. درې کاله کېږي ښوونکي ده او د میاشتې اووه زره افغانۍ معاش اخلي.
هغه د خپل خاوند په یوه ګڼ مېشتې ۱۸ کسیزه کورنۍ کې ژوند کوي. «معاش مې هره میاشت خسر ته ورکوم. بیا چې لس ځلې ورته ونه وایم، سیمه (د لور مستعار نوم یې» شیدې نه لري یا جامې نه لري، لس افغانۍ نه راکوي.»
سپېده د دوه، درې او پنځه کلنو ماشومانو مور ده.
سپېده وايي، په درې کاله ښوونه کې ان نه ده توانېدلې، چې د ځان یا اولادونو لپاره له خپل معاش نه جامې واخلي. سپېده کله کله له ځان سره وايي، چې له کاره تېره شه، خو مېړه یې نه پرېږدي، ځکه خپله دنده نه لري. «موږ په ټول کې ۱۸ تنه واړه او غټان په یوه کور کې ژوند کوو. زموږ ژوند تر ډېره د مالدارۍ څخه برابرېږي، د همدې لپاره زما معاش هم د ورځني ژوند یوه څنډه رانیسي. خو خپله نور هېڅ حق نه لرم، ان په یوه افغانۍ هم نه.»
د ښځو د حقونو فعاله سمیه رسا*، چې لا هم د افغانستان د ننه ژوند کوي، په دې نظر ده، چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو لپاره مالي خپلواکي لا خرابه شوې ده. «د ښځو د معاش کابو کول، سره له دې، چې د کورنیو اړتیاوو په برابرولو کې د دوی ګډون کولی شي، د دوی اقتصادي خپلواکي او د پرېکړې کولو واک محدود کړي.»
د افغانستان د مخکني حکومت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخینوي قانون کې، چې په ۲۰۰۹ کال کې تصویب شو، د ښځې د شخصي شتمنۍ اخیستل او د کار، زده کړې او درملنې له حق څخه محرومولو جرم وپېژندل شو. دا قانون د طالبانو په واکمنۍ سره له منځه ولاړ.
اوس په افغانستان کې داسې قوانین واکمن دي، چې نه یوازې له ښځې ملاتړ نه کوي، بلکې د رسمي محدودیتونو تر څنګ، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی هم په رسمیت پېژندلی دی.
د بېلګې په توګه د طالبانو په جزايي قانون کې د ښځې وهل ټکول یوازې هغه وخت جرم دی، چې ماتېدنه، ټپ یا ښکاره زخمونه ولري او که ښځه وتوانېږي، د قاضي په وړاندې یې ثابت کړي، د خاوند د سزا کچه ۱۵ ورځې زندان ده، خو که ښځه د مېړه له اجازې پرته د پلار کره لاړه شي، درې میاشتې زندان ته ځي او کورنۍ یې هم که چېرې بېرته د مېړه کور ته ونه لېږي، مجازات کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنریو ویلي، دا فرمان په کور کې د ښځو او ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالي ته «مشروعیت» ورکوي.
۲۲ کلنه سحر احمدي* د غزني ولایت اوسېدونکي او د ریاضي له څانګې فارغه شوې ده او له ۱۴۰۰ ام کال را په دېخوا په یوه دولتي ښوونځي کې تدریس کوي.
د سږ (۱۴۰۵) کال د پسرلي په پیل کې سحر خپل مېړه ته و ویل، غواړي د سږ کال معاش د ځان لپاره وساتي او غواړي یو شخصي کار پرې وکړي. خو د خاوند ځواب یې یو څو کلکې څپېړې وو، داسې چې درد یې ټول مخ بې حسه کړ. «تا ته چا حق درکړی، چې خپل معاش وسپموې، اوس مې چې کار اجازه درکړې، کومه ګناه خو مې نه ده کړې. هره میاشت به ټولې پیسې ما ته په حساب راکوې، چې زه د کور لګښت ورکړم.»
سحر له هغې وروسته، لکه د هر کال په څېر سکوت وکړ او هره میاشت د معاش تر اخیستو وروسته، هغه خپل خاوند ته ورکوي.
سحر ویلي، کله یې چې د پلار په کور ژوند کاوه، معاش یې پلار اخیست. هغه په نهم ټولګي کې وروسته له هغې، چې دارالقرن څخه فارغه شوې وه. په یوه سیمه ییز جومات کې یې نجونو ته د قرانکریم درس ورکاوه. «خدای شاهد دی، معاش مې ۵۰۰ افغانۍ وو. یعنې زما لپاره چې وړه وم، ډېر د خوښۍ ځای وو. خو پلار مې هغه هم نه پرېښودم، چې پر ځان یې مصرف کړم.»
سحر د غزني په پوهنتون کې ریاضي لوستې او په ۱۳۹۴ کال کې فارغه شوه. له ماشومتوبه یې هیله دا وه، چې د ځان لپاره یو کار و بار ولري.
هغې په ۱۳۹۸ کال کې د کورنۍ په غوښتنه واده وکړ. په کال ۱۴۰۰ کې د ښوونځي ښوونکې شوه.
اوس هره ورځ سهار په ډېره بیړه په موتر کې له یوه ساعته اوږده لار وهي، پنځه ساعته تدریس کوي او په ستړي ځان بېرته کور ته راځي.
د سحر د نن معاش نهه زره افغانۍ دی او هغه اړ ده، چې ټول یې خاوند ته ورکړي. «دا ډېره راته زړه ماتوونکې ده.»
سحر په وار وار له خپل مېړه غوښتي، لږ تر لږه دا اجازه ورکړي، چې له خپل معاش نه د ځان لپاره لږ پیسې وساتي. نوموړې وايي، دا چې زحمت باسي، حق لري له هغې په خپله خوښه ګټه واخلي. «فکر کوم د ۱۴۰۳ کال نیمايي به وو، له مېړه مې وغوښتل، چې نور مې معاش ته سترګې ونه نیسي. غواړم د ځان لپاره یو څه پرې واخلم. دا چې ما جدي چلند کړی وو، هغه زه په څپېړه و وهلم، چې ولې مې یې په وړاندې بې ادبي وکړه او معاش مې یې پر مخ را وموښه. ډېرې دعواې مو وکړې، خو زه بریالۍ نه شوم، چې معاش مې خپل وي… دا ډېره لویه جفا ده چې مېړه مې د یوه باسواده انسان په توګه، زما په حق کې کوي.»
سحر غوښتل په غزني ښار کې د ښځینه جامو پلورلو یوه هټۍ پرانیزي، خو په کلونو کار سره هېڅ پیسې د دې کار د تر سره کولو لپاره نه لري. «څه فایده چې کار وکړم، او د زیار نتیجه مې زما لپاره نه وي. واک مې لومړی د پلار په لاس کې او اوس د خاوند په لاس کې.»
۲۷ کلنه کائنات چې کم زیات یو کال یې له واده تېرېږي او کابو یو کال کېږي، په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکې ده. هره ورځ د سهار له اوو تر لسو پورې، له څلورم تر شپږم ټولګي د ریاض درس ورکوي. میاشتني حقوق یې شاوخوا اته زره افغانۍ دي، خو وايي، په کومه ورځ چې خپل معاش اخلي، ځانته صحنه لري.
او د دې په وینا، د خاوند پلار یې ټول حقوق په خپله خوښه ترې اخلي او کائنات باید د خپل عاید د لګولو لپاره له هغه اجازه واخلي. «په همغه ورځ د کوڅې د دروازې په خوله کې زما راتلو ته انتظار کېني. هغه شېبه چې کور ته ننوځم، راپسې راځي او وايي، معاش راکړه. حساب راسره کوي، که یوه افغانۍ هم کمه وي، شور ماشور او جنګ و جنجال کوي. موږ په کور کې هېڅوک حق نه لرو، چې د خسر د چلند په وړاندې کومه خبره وکړو. هر څه یې چې و ویل، باید اطاعت یې وکړو.»
له هغو اتو زرو افغانیو د کائنات برخه شاوخوا له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانۍ ده، هغه هم له کوره تر ښوونځي د کرایې لپاره.
هغه د یوې داسې ورځې کسیه کوي، چې د غبرګولي میاشتې د معاش اخیستو لپاره بانک ته تللې وه او کور ته د راتګ پر مهال یې د ځان لپاره په ۹۰۰ افغانیو یو حجاب اخیستی وو.
چې کور ته راغله، له یوه داسې چلند سره مخ شوه، چې هېڅ کله به یې هېر نه کړي. «ورته ومې ویل حجاب مې زوړ شوی وو، وامې خیست. شور ماشوم یې جوړ کړ، چې ته دومره شوې، له اجازې پرته ځې او پیسې لګوې… ما ته یې بې ادبه او بې تربیې نجلۍ و ویله او لاړې یې را تو کړې.»
کائنات وايي، په ښوونځي کې یې همکارانې هره ورځ نوی حجاب اغوندي او دا یو کال کېږي، چې یو حجاب اغوندي.
حجاب اوږدې تورې جامې دي، چې ښځې له سره تر پښو پورې پټوي او طالبانو د دې ډول حجاب اغوستل په ښځو اجباري کړي دي.
کائنات د ښوونې د دندې تر څنګ، د کورنۍ مسوولیت او د ماشومانو پالانه هم پر غاړه لري. د باندې په زیات کار او په کور کې د پراخه مسوولیت سره یې تمه لویه نه ده: «کله چې زیار ګالم او درس ورکوم. تمه لرم چې کم زیاتې پیسې یې هم په خپل زړه مصرف کړم. څوک مې له پیسو سره کار ونه لري.»







