د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښوونځي وروستۍ زنګ، غوښتل مې ډاکتره شم (۲)

5 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ زنګ، غوښتل مې ډاکتره شم (۲)

انځور: رخشانه رسنۍ

یادونه: دا روایتونه د هغو نجونو کیسې دي، چې سږ کال له شپږم ټولګي پاتې شوې. له زده کړو محرومیت د ټولیز تاوتریخوالي تر ټولو هغه ښکاره ډول دی، چې د یوه نسل راتلونکې ترې اخلي. رخشانه رسنۍ د لومړنۍ لاس کیسې د نوامبر د ۲۵ په مناسبت، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ ده، خپروي.

زه هانیه ۱۵ کلنه یم. مودې کېږي داسې احساسوم چې د ژوند یوه مهمه برخه مې درېدلې ده. تېر کال مې شپږم ټولګی پای ته ورساوه، هغه ورځ مې فکر نه کاوه، چې یو تصمیم دې وکولی شي، دومره په ارامه او ناڅاپه زما د راتلونکې لار بدله کړي.

هر ځل چې نجونې وینم له کتابونو سره ښوونځي ته روانې دي، د څو شېبو لپاره همغه د شپږم ټولګي نجلۍ شم. هغه نجلۍ چې په لېوالتیا سره به یې درس ویلو، د راتلونکې لپاره یې تمه درلوده او فکر یې کاوه چې یوه ورځ ښايي ډاکتر شي، خو اوس د هغو ورځو او نن ورځې د واقعیت تر منځ لوی واټن رامنځ ته شوی دی.

په ښوونځي کې مې تاریخ او فزیک ډېر خوښېده. تاریخ د تېر لپاره راته یوه دریڅه وه او فزیک راسره مرسته کوله چې شاوخوا نړۍ ښه ترا وپېژنم. تل مې د نویو شیانو له یادولو خوند اخیست او باور مې درلود، چې زده کړې کولی شي د انسان د ژوند لار بدله کړي.

د ښوونځي دوران راته د ښو او بدو خاطرو ټولګه ده. تر ټولو ښه برخه یې هغه کسان وو، چې هلته مې وپېژندل. لکه هغه ملګري، چې له ټولګیوالۍ مې په تر ټولو نېږدې د لارې ملګري شول. اوس هم د هغو ورځو په اړه فکر کوم، ان د هغو وړو اندېښنو په اړه، چې ښوونځي ته به ناوخته رسېدم، د کورنۍ دندې هیرول او ان د ښوونځي رټل هم راته خواږه تر سترګو کېږي او پسې خفه یم.

تر ټولو نېږدې ملګرې مې یوه ټولګي واله وه. تل به یو ځای سره کېناستلو، درس به مو سره ویلو او د تفرېح په زنګ کې به مو خبرې سره کولې. اوس سره په اړیکه کې یو. دواړې هڅو کوو تر ډېره د ښوونځي په اړه خبرې وکړو. نه په دې دلیل چې هغه ورځې مو نه خوښېږي، بلکې یادول یې دردونکي دي. هره خاطره مو یوه داسې څه ته ورګرځي، چې نور یې نه لرو.

د تفرېح د زنګ پر مهال به د ښوونځي انګړ به د نجونو له شور او زوږ ډک وو. له دوستانو او ټولګیوالو زده کوونکو سره به مو خبرې کولې، خپل خواړه به مو سره وېشل او د له همغه ساده شېبو خوشحاله وو.

ښه مې په یاد نه دي، چې په لومړي ځل مې له چا په ښوونځي کې دا خبر واورېده، چې طالبانو له شپږم ټولګي بره نجونې ښوونځي ته له تګه بندې کړې دي. هغه ورځ له بدو خبرونو ډکه وه. یوازې دومره مې په یاد دي، چې د پایلو تر لاسه کولو لپاره تللې وم، په یاد مې دي ټولو ژړل او څېرې یې غمجنې وې.

په دې اړه نور ولولئ...

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

د ښوونځي وروستۍ ورځ، وروستۍ ورځ په ژړا او چیغو له ټولګي و وتو (۷)

ځینې پېښې دومره ترخې وې، چې د انسان ذهن هڅه کوي د هغو جزیات کم رنګه کړي. ښايي د دې لپاره چې زغمل یې آسانه شي.

کله چې پوهه شوم نور ښوونځي ته نه شم تلای، د وېرې لومړنۍ احساس وو. وېره د ځان او ټولو نورو هغو نجونو لپاره چې زما په شان له زده کړو محرومې شوې. له دې سره سره، هیله منده وم، چې دا پرېکړه به لنډمهالې وي او یوه ورځ به بیا وکولی شو د ټولګي د مېزنو تر شا کېنو.

په میاشتو به مو چې له ملګرو سره خبرې کولې، اوښکې مو تویولې. کورنۍ مې هم اندېښنمنه وه. ټول ویل ښايي دا وضعیت لنډمهاله وي، خو په زړه کې ټولو ګډه وېره درلوده، چې دا ورځې دوام پیدا نه کړي.

تر اوسه مې د ښوونخي یونیفورم ساتلی دی. کتابونه او کتابچې هم لرم، خو ډېر لږ یې پرانیزم. هغه یوازې کتابونه نه دي. زما د ژوند د هغې برخې یادونه ده، چې درېدلې.

اوس ډېری وخت په کور تېروم. پخلی کوم، خامک ګنډل زده کوم او د سینګارولو په کلاسونو کې ګډون کوم. نور مې ورځې د ښوونځي په زنګ، ازموینې او کورنۍ دندې نه تنظیمېږي. کله کله کیسې لولم، تر څو مې ذهن له هغو فکرونو چې ستومانه کوي یې، لرې کړم.

زما د نن ورځې لویه اندېښنه د دې وضعیت دوام دی. د ښوونځیو تړل کېدو له موږ یوازې درس نه دی اخیستی، هیلې، پروګرامونه او د راتلونکې یوه برخه یې هم له موږ اخیستې ده. لا هم تمه لرم چې بیا درس ولولم، خو نور لکه د پخوا په شان ډاډه نه یم، چې د ژوند لارې مې په کومه ځي.

د دې کلونو تر ټولو سخته برخه راته یوازې د تمې ساتل دي. همدا چې هره ورځ فکر وکړې، چې ښايي سبا ښه شي، خو بیا هم همغه وضعیت تکرار شي، ډېره سخته ده.

که چېرې یوازې یوه بله ورځ ښوونخي ته د بیا تګ فرصت ولرم، هغه ورځ مې له ملګرو سره تېروم. له هغوی سره خبرې کوم، خاندم او د ټولګي د دېوال لپاره کارستي چمتو کوم. کټ مټ د هغو ورځو په شان چې لا مې یې هم فکر کاوه، چې راتلونکې مو په خپلو لاسونو کې ده.

که نن د ښوونځي دروازه بیا پرانستل شي، لومړی کار چې کوم یې، له ملګرو او ټولګیوالو سره اړیکه نیول به وي، تر څو هغوی خبرې کړم. غواړم بېرته هغو ورځو ته وګرځو، چې تر ټولو لویه اندېښنه مو ازموینه او کورنۍ دنده وه، نه یوه داسې راتلونکې، چې نه پوهېږو څه به وشي.

هیله ده، خلک پوه شي، د هرې یوې نجلۍ تر شا، چې نن له ښوونځي لرې پاتې شوې، یوه هیله، یوه کیسه او یوه ناتمامه راتلونکې شتون لري.

اړوندې لیکنې

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

12 نوومبر 2026
 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)
دسته‌بندی نشده

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه
دسته‌بندی نشده

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

11 نوومبر 2026
د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»
دسته‌بندی نشده

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»

10 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ، که ښوونځی پرانستی وای، خوبونو ته مې نېږدې وم(۴)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ، که ښوونځی پرانستی وای، خوبونو ته مې نېږدې وم(۴)

7 نوومبر 2026
معترضې ښځې: له اساسي حقونو د افغان ښځو محرومیت نه باید هېر شي
خبر

معترضې ښځې: له اساسي حقونو د افغان ښځو محرومیت نه باید هېر شي

7 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه