د ملګرو ملتونو سازمان (United Nation) وايي، د رحم د خولې سرطان لا هم په ټوله نړۍ کې د زرګونو ښځو ژوند اخلي او په هره دقیقه کې یوه ښځه د رحم سرطان په ناروغۍ د اخته کېدو له امله ژوند له لاسه ورکوي.
رخشانه: دې سازمان نن (سه شنبې د لړم ۲۶ مه) د رحم خولې له سرطان سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د ښځو تر منځ د رحم د خولې سرطان په نړۍ کې پنځم خور شوی سرطان دی.
ملګرو ملتونو په خپله اعلامیه کې د دې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره د روغتیايي خدماتو پر پراختیا ټیګار کړی دی.
ملګرو ملتونو ویلي، تشخیصي ازموینونو، واکسیناسیون او درملیز خدماتو ته د ښځو د لاسرسي زیاتوالی کولی شي، له دې ناروغۍ د اخته کېدو او د میندو د مړینې څخه مخنیوی وکړي.
د دې بنسټ په وینا، که دا سرطان په لومړۍ مرحله کې تشخیص شي او درملنه یې پر وخت پیل شي، د درملنې وړ دی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په کال ۲۰۲۴ میلادي کې په دې ناروغۍ اخته شاوخوا ۶۰۴ زره مورده او نېږدې ۲۸۰ زره مورده له دې ناروغۍ مړینې رامنځ ته شوې دي.
د دې بنسټ په وینا، د رحم خولې سرطان له امله رامنځ ته شوې مړینې او پرې اخته شوي کسان تر ډېره په کم عاید او متوسطه هېوادونو کې راپور ورکړل شوی دی.
ملګرو ملتونو ویلي، نجونې باید د ۹ تر ۱۴ کلنۍ پورې واټن کې د HPV واکسین تر لاسه کړي، ځکه په د عمر په دې مرحله کې د بدن د خوندیتوب سیستم ځواکمن ځواب ورکوي او معمولآ تر اوسه ډېر د دې ویروس له ګواښ سره نه دي مخ شوي.
د نوامبر له ۱۷ مې « په نړۍ کې د رحم د خولې سرطان د لمنځه وړلو» په توګه لمانځل کېږي. د دې ورځې نومونې څخه موخه د رحم خولې سرطان د مخنیوي او درملنې لپاره نړیوالې هڅې ښودل شوې دي.







