زحل آزاد
په هغه شپه چې د شګوفې [مستعار نوم] کورنۍ د هغې پخواني ګوژدن ته پیسې بېرته ورکړې، پلار یې د برېښنا په مزي د لور په وهلو پیل وکړ. شګوفه وايي، دومره یې و وهله، چې لږ پاتې وو بې هوښه شي. وروسته یې له کوره وایسته او ویې ویل: «نور ستا په څېر لور نه غواړم.»
شګوفې هغه شپه د ګاونډي په کور کې تېره کړه.
شګوفه ۱۹ کلنه ده او د غالۍ اوبدلو په یوه کارخونه کې کار کوي. د سږ کال په غبرګولي کې هغې د مور د خپلوانو له یو سړي سره له واده کولو انکار وکړ او د ګوژدنې کېدو هوکړه یې ګډه وډه کړه. د شګوفې په وینا، ګوژدنتوب پای ته ورسېد، خو درنده بیه یې تر اوسه پاتې ده: «په خدای په خپل مرګ راضي وم، خو چمتو نه وم چې له هغه سړي سره واده وکړم.»
د شګوفې د پخواني کوژدن کورنۍ د ګوژدې د مراسمو او شېرینۍ لپاره ۵۰ زره افغانۍ لګولې وې، چې له ګوژدې سره تر مخالفت وروسته بېرته ترې وغوښتل شوې. د شګوفې کورنۍ د دې پیسو د ورکړې لپاره له ګاونډیانو پور واخیست او د د شګوفې په وینا، اوس د هغې بیه هره ورځ له دې اخیستل کېږي، په رټلو، په ناوړه ژبه او تاوتریخوالي سره.
شګوفې له همغه پیله د دې واده سره مخالفت کړی وو. خو چا یې نیوکې ته وخت نه ورکاوه. «همغه د مرکې له شېبې د نکاح تر ورځې مې وژړل، ډودۍ مې ونه خوړله او پر ځای مې یې د زړه وینې خوړلې. مور ته مې زارۍ ورکړې. ومې ویل مورې، زه دا واده نه غواړم.»
د طالبانو په واکمنېدو سره په افغانستان کې د جبري ودونو د زیاتوالي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
مخکې د افغانستان د بشري حقونو مرکز په یوه راپور کې ویلي دي، له زده کړو ۷۰ سلنه بې برخې نجونې واده کولو ته اړ شوې دي.
د شګوفې د کوژدې دوران یوه میاشت دوام وکړ. د شګوفې په وینا، په دې موده کې یې په وار وار له کوژدن سره شخړه کړې: «هغه له ما ۱۲ کاله لوی وو او اصلآ مې نه شوای کولی پرې پوهه شم. هر ځل به مو چې خبرې کولې، تر څو ورځو به مې حالت خراب وو او ان یو ځل هم ونه شوه، چې زموږ خبرې له دعوا پرته پای ومومي. یوه ورځ زیات له حده تېرو شو او ماته یې کنځاوې وکړې ویې ویل، کم عقلې نجلۍ، نه چې دا خبرې دې د کوم لونډ «له یوه بل سړي سره د اړیکو په تورلو» دي؟ نور یې زغم راته د منلو نه وو، ډېر فکر مې وکړ او بالاخره پرېکړه مې وکړه، چې هر څه پای ته ورسوم.»
خو د شګوفې لپاره له دې اړیکې پرېکون آسانه نه وو. هغه پوهېده، چې پلار یې د دې کار لومړنۍ خنډ دی. «پلار ته مې و ویل، له دې سړي سره په یوه کور کې ژوند نه شم کولی، لا هم مې خبره تمامه نه وه او غوښتل مې توضېح ورکړم، چې د ټولو په وړاندې یې پر مخ په څپېړه و وهلم او ویې ویل، بد کوې.»
کابو دوه اوونۍ د شګوفې په کور کې یوه ورځ هم بې له دعوې نه وه. پلار او مور یې ټينګار کاوه، چې په هر بیه وي واده وکړي. شګوفه وايي، کار داسې ځای ته ورسېد، چې غوښتل یې خپل ژوند ته پای ورکړي. شګوفه وړاندې زیاتوي، غوښتل یې ځان وژنه وکړي، خو خور یې د دې کار خنډ شوه.
بالاخره د شګوفې کوژده فسخه شوه. خو سرخوږۍ او تاوتریخوالی لا هم دوام لري.
د شګوفې ګاونډۍ ۳۷ کلنه نازنین وايي، په وار وار یې د شګوفې وهل ټکول او له کوره ایستل لیدلي دي: «تر اوسه پورې یې پلار څلور ځلې شګوفه له کوره ایستلې ده او هغه بېچاره نجلۍ د موږ کره راتله. یو ځل یې دومره وهلې وه، چې رنګ یې یې پر ځای نه وو پتې، همدا دوه اوونۍ وړاندې یې هم وهلې وه او بیا د شپې د موږ کره راغله او په سبا مې خپله خپل کور ته بوتله.»
نازنین وايي، مور ته یې ویلي وو چې له شګوفې سره له بد چلند او تاوتریخوالي لاس واخلي. خو داسې ځواب یې تر لاسه کړ، چې حیرانه شوه. «[مور یې و ویل] (پرېږده) چې وپوهېږي، چې بیا زموږ له ابرو سره لوبې ونه کړي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر (یوناما) او ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، افغانستان کې له تاوتریخوالي سره مخ ښځو او نجونو کې په تېرو دوه کلونو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د شګوفې مور ۳۶ کلنه ګل چهره وايي، هغوی د خپلو اقتصادي ستونزو د حل یوازینۍ لار د خپلې لور ودول بللي وو: «زما هم خوښه نه وه، چې شګوفه د خپلې خوښې خلاف واده وکړي، خو بله چاره مو نه درلوده. له کله چې طالبان راغلل، په ټول کال کې مې خاوند ان یوه ورځ هم ثابت کار نه درلود. له دوکاندار، خپلو خپلوانو، قومیانو او ان له ګاونډیانو پوروړي یو. کله مې چې لور ته خواستګاران راغلل، هم ما او هم یې پلار ډېر فکر وکړ. هغه هلک زموږ له نېږدې قومینو وو او فکر مو کاوه، چې لور به مې یې تر څنګ نېک بخته شي.»
ګل چهر وايي، خپله یې هم د خپلې غوښتنې خلاف مېړه کړی دی: «دا هغه کار دی، چې زموږ ټولې نجونې یې کوي.»
هغه مني چې په وار وار یې خپله خوسه په خپله لور سړه کړې ده: «کله چې خبره د پور او پوروړو کېږي یا په کوم مجلس کې یې د کوژدې له منځه وړلو په اړه راځي، زده مې تنګ شي او خپله غوسه په شګوفه سړوم.»
نوموړې وايي، د شګوفې وهل ټکول ورته آسانه نه دي. خو خپل مخالفت نه څرګندوي، نه ویل کېږي شګوفه د خپلې مور د ملاتړ په لید سره دا جرات وکړي، چې بیا د خپلې کورنۍ د خوښې خلاف کوم تصمیم ونه نیسي.
شګوفه په شپږم ټولګي کې وه، چې د طالبانو د مشر د فرمان پر اساس له شپږم ټولګي بره نجونو باندې زده کړې ودرول شوې. یونسکو اټکل کوي، چې افغانستان کې ۲.۴ میلونه نجونې له منځنیو زده کړو محرومې دي.
هغه نجلۍ چې یوه ورځ یې د نړۍ د سیاحت خوبونه لیدل، اوس له لمر ختځو وړاندې د غالۍ اوبدلو کارخونې ته روانېږي او د ماښام له آذان وروسته بېرته کور ته ځي. هغه وايي، سخت کار ته د پناه وړل یې د کور له تاوتریخوالي ډکې فضا څخه د خلاصون یوازینۍ لار ده: «پلار مې چې کله و ویني، مخ را نه واړوي، تر څو یې سترګې راباندې ونه لګېږي. مور مې هم تل رټي او وايي: «موږ دې پوروړي کړو او د خپلو خپلوانو په وړاندې مو د دې ابرو یوړه.»
آن خپلوان یې هم پېغور ورته کوي. «ان عمه ګانې مې هم راځي او وايي، نور دې څوک نه کوي او په کور به پاتې وې.»







