د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د طالبانو مشر کابل پوهنتون کې د خپلې وینا پر مهال څه و ویل؟

18 نوومبر 2026
د طالبانو مشر کابل پوهنتون کې د خپلې وینا پر مهال څه و ویل؟

د طالبانو مشر، هبت الله اخوندزاده ته منسوب انځور/ ټولنیزې شبکې.

د طالبانو د ډلې مشر هبت الله اخوندزاده کابل پوهنتون کې د وینا پر مهال و ویل، د قصاس او اعدام حکم د ده له تنفذي امر پرته نه پلی کېږي. هغه ادعا وکړه، چې د افغانستان ټول خلک د حنفي مذهب لارویان دي.

رخشانه: نوموړي دغه څرګندونې نن (سه شنبې د لړم ۲۶ مه) کابل پوهنتون کې د خپلو خواخوږ عالمانو تر منځ یوې ملاتړې غونډه ته وکړې.

کابل پوهنتون کې د طالبانو ډلې د خواخوږو عالمانو غونډه د دې ډلې «د مشر د فرمانونو د اغېز ارزونې» جوړه شوې وه او د څو ورځو لپاره به دوام وکړي.

دا ناسته د رسنیو له پوښښ پرته جوړه شوه او یوازې د طالبانو تر کنټرول لاندې غږیزو رسنیو پوښښ ورکړ او د دې ډلې مشر ته منسوب غږ یې خپور کړی دی.

د طالبانو مشر ته منسوب غږ چې د دې ډلې تر کنټرول لاندې رسنیو له خوا خپور شو، اخوندزاده ادعا کوي، چې د افغانستان ټول وګړي د حنفي مذهب لارویان دي.
د طالبانو مشر د خپلې وینا په یوه برخه کې هېواد وال له «رمې» سره ورته بللی ویلي یې دي، چې دی له وګړو د ساتنې مسوولیت په غاړه لري.
د طالبانو مشر ته منسوبې وینا په یوه بله برخه کې اورېدل کېږي، چې هغه له بهر مېشتو هېوادوالو غواړي بېرته هېواد ته راستانه شي او په خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي.

نوموړي په خپله وینا کې په هېواد کې د طالبانو د نظام پر ساتنې ټینګار کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

د یوې ښځینه خبریالې په اړه مستند هسپانیه کې د «جنسیتي برابرۍ» جایزه واخیسته

بامیانۍ ښځې څه ډول په خواخوږۍ د خپل کار و بار سخته لار آسانه کوي؟

په دې غونډه کې د بېلا بېلو ولایتونو دیني عالمانو ګډون کړی وو او یو ځل بیا یې د طالبانو له مشر سره بیعت وکړ.

په دې غونډه کې د طالبانو ملاتړو ملایانو د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده ته د «شیخ الاسلام» لقب ورکړ.

یاده ناسته کې د طالبانو د مشر سربېره، د دې ډلې یو شمېر نورو لوړپوړو چاروکو هم ویناوې وکړې او د نظام پر ساتنې یې ټینګار وکړ.

طالبانو مشر په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو پر ضد له ۱۰۰ زیات فرمانونه صادر کړي او د سختو او سیستماتیکو محدودیتونو په لګولو سره یې، د ټولنې د نیمايي وګړو حقونه له منځه وړي دي.

دا ډله د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د سختو او پراخو محدودیتونو په لګولو سره د جنسیتي ځپنې نظام په بسټیز کولو تورنه ده.
د بشري او ښځو د حقونو مدافعانو او فعالانو په وار وار له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې «جنسیتي توپیر» د جرم په توګه په رسمیت وپېژني.

اړوندې لیکنې

د هزاره ګانو د نسل وژنې اړوند اسناد او راپورونه د اروپا پارلمان ته وړاندې شول
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې اړوند اسناد او راپورونه د اروپا پارلمان ته وړاندې شول

22 نوومبر 2026
معترضې ښځې: افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی نه باید په یوه عادي او هېر شوي واقعیت بدل شي
خبر

معترضې ښځې: افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی نه باید په یوه عادي او هېر شوي واقعیت بدل شي

22 نوومبر 2026
معترضې ښځې: افغان ښځې د داسې تاوتریخوالي قرباني چې په وړاندې یې چوپتیا د دوام سره مرسته کوي
خبر

معترضې ښځې: افغان ښځې د داسې تاوتریخوالي قرباني چې په وړاندې یې چوپتیا د دوام سره مرسته کوي

21 نوومبر 2026
معترضې ښځې: د ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي خپلواکیو د طالبانو محدودیتونه د تاوتریخوالي یو ډول دی
خبر

معترضې ښځې: د ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي خپلواکیو د طالبانو محدودیتونه د تاوتریخوالي یو ډول دی

21 نوومبر 2026
فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې د څلورو ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې د څلورو ماشومانو ژوند واخیست

21 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستۍ زنګ، ګڼو ټولګیوالو مې ودونه کړي (۱۰)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستۍ زنګ، ګڼو ټولګیوالو مې ودونه کړي (۱۰)

20 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه