د «پارسي ویونکو، کابل د انتقادي ښوونځي، د ښځو لپاره د آزادۍ او د افغان متحدو ښځو سازمان» غورځونګونو غړي د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي، چې د «ښځو سره د تاوتریخوالي په وړاندې ۱۶ ورځنۍ ګډ کمپاین» په لار اچوي.
رخشانه: دې څلورو اعتراضي غورځنګونو نن (پشنبې د لړم ۲۸ مه) په یوه ګډه بیانیه کې ویلي، دا کمپاین د پوهې ورکولو، د پیوستون پیاوړتیا او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ټولو ډولونو په وړاندې پیلوي.
د ښځو د اعتراضي غورځنګونو په بیانیه کې راغلي «د دې خوځښت اصلي انګېزه، د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي له غندلو ور ها خوا ده.»
دوی په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونو ته اشاره کړې او د دې محدودیتونو پر دوام یې اندېښنه ښودلې ده.
معترضو ښځو ویلي دي: «موږ د هغه نسل په اړه اندېښمن یو، چې په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې له زده کړو، پوهنتونونو، آزادۍ او ډېری اساسي حقونو محرومې دي او وېره ده، چې تبعیض، جبري اطاعت او تاوتریخوالی د ژوند د طبیعي واقعیت په توګه ونه مني او ځان تر نارینه وو په ټیټ مقام کې ونه بولي.»
د اعتراضي غورځنګ غړو ټینګار کړی، «د ننیو ښځو او نجونو محرومیت نه باید د سبا ورځې د نسلونو په باور بدل شي.»
دوی زیاته کړې، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی یوازې فزیکي ربړونه نه ده، بلکې سپکاوی، ګواښ، تبعیض، د وړتیاوو ځپنه، له زده کړو او کار څخه محرومیت، د فردي او ټولنیزو آزادیو محدویت او د پرېکړې کولو حق اخیستل هم د یوه بې پایه تاوتریخوالي ډولونه دي.
معترضو ښځو ویلي دي، افغان ښځې او نجونې باید پوه شي، چې محرومیت د دوی حق او برخلیک نه دی او هېڅ انسان نه باید د خپل جنسیت په دلیل په لومړي یا دویم مقام کې ځای ولري.
دوی له ښځو، نارینه وو، مدني فعالانو، روڼ اندو او د بشري حقونو له مدافعینو غوښتي، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوالې ورځې په کمپاین کې ګډون وکړي.







