حوا جوادی
آیا بهر مېشتو افغانانو د طالبانو د حکومت په ثبات کې رول درلودلی دی؟
دغه موضوع چې بهر مېشتي افغانان د طالبانو د حکومت په جوړښت او ثبات کې جدی رول لري، شاید د ډېرو لپاره ځوروونکې وي. لومړنۍ انګېرنه دا ده، چې بهر مېشتې افغانان د طالبانو د مخالفت اصلي مرکز دی او د طالبانو د حکومتولۍ پر وړاندې د خنډونو او ستونزو په رامنځ ته کولو کې بنسټیز رول لري، خو واقعیت څو اړخیزه او پېچلی دی او په وروستۍ شننه کې دا ویلی شو ، چې بهر مېشتو افغانانو د طالبانو د حکومت د ثبات لپاره په نېغه یا غیر مستقیمه توګه د پام وړ فعالیت کړی دی، په دې یاداښت کې په دریو ټکو رڼا اچول کېږي:
۱- د طالبانو لابي ګر او ملاتړي
د بهر مېشتو دا ډله په بهر کې د طالبانو له اصلي ملاتړ کوونکو څخه دي او په څو ډلو وېشل کېږي:
لومړی: لابي ګر
لابي ګر په دې ډلې پورې نېغه اړیکه لري، له هغوی نه اشارې اخلي او د دغه ډلې د ګټو ساتلو لپاره د سیاست په دهلېزونو او پایزارخونو په ځانګړې توګه په اروپا او امریکا کې فعالیت کوي. د ډېرو په اند ښايي خلیلزاد په لوېدیځ کې د طالبانو د لابي ګرو سرلاری وګڼل شي، خو داسې نه ښکاري، چې هغه دې یوازې وي. تېر کال په ترکیه، قطر او متحده عربي اماراتو کې تر بېلابېلو نومونو او عنوانو لاندې جلا جلا غوندې جوړې شوې، چې په کې له طالبانو سره د تعامل د کړنلارو« ملي دیالوګ» او داسې نورو تېر ایستوونکو سرلیکونو لاندې د دې ډلې د واکمنۍ د مشروعیت په اړه بحثونه او مشورې وشولې.
ان په ځینو ځایونو کې د طالبانو لابي ګرو هڅه وکړه، چې په علمي مقالو او شننو سره د نړۍ هېوادونه له هغې ډلې امریکا له طالبانو سره تعامل ته وهڅوي. د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې دوه چاپېریالي څېړونکو د دوه بهرنیو څېړونکو په همکارۍ د «ملي ګټو مرکز» کې د «قوش تېپې کانال او د مرکزي آسیا امنیت» په نوم یو بشپړ راپور خپور کړ، چې په کې له طالبانو سره د امریکا د تعامل او د امو سیند د اوبو د مدیریت د چاپېریالي ګواښونو کمولو لپاره د دې ډلې سره د مالي او تخینکي ملاتړ غوښتنه شوې وه.
البته دغه ډول کړنې، افغانستان کې د طالبانو فعالیتونو ته په کتو د پام وړ لاس ته راوڼې نه درلودې، خو طالبانو د انځور معتدلول، په افغانستان کې د سیاسي او بشري حقونو روان بحران څخه د عامه افکارو اړول او تر ټولو مهمه د طالبانو د مخالفو ډلو تر منځ د درز رامنځ ته کول او په پای کې په لوېدیځ کې د پرېکړې کولو په غونډو او تصمیم جوړونې کړیو باندې د اغېزې هڅه کول، هغه موخې وې چې د طالبانو د لابي ګرو دغه ډلې هغه تعقیبولې.
دویم- له طالبانو مالي ملاتړ
په بهر مېشتو افغانانو کې د طالبانو مالي ملاتړ کوونکي دوه ډلې دي، لومړی ډله هغه کسان دی، چې په مستقیم ډول په بېلا بېلو کړنلارو د طالبانو لپاره پیسې راټولوي، دا ډله خلک له مختلفو تخنیکونو کار اخلي. په لوېدیځ کې د مسلمانانو د جوماتونو په ګډون په مذهبي ځایونو کې د بسپنې راټولولو کمپاینونه د دې کړنلارو څخه یوه ده. په لوېدیځ کې د طالبانو مذهبي لابي ګر د افغانستان څخه د باندې د دې ډلې لپاره تر ټولو مهم ملاتړي دي، هغوی د مسلمانانو مذهبي بنسټونو ته په لارې کولو سره پلاویو او مذهبي مشرانو ته زمینه برابروي چې افغانستان ته سفر وکړي او له بلې خوا دوی د طالبانو د مالي ملاتړ لپاره د مذهبي بنسټونو د مالي سرچینو څخه ګټه اخلي.
دغه راز د طالبانو مالي ملاتړ کوونکو افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو د راجلبولو په موخه په پانګونې او منځګړو بنسټونو په جوړاوي لاس پورې کړی دی، د جمعې د لمانځه په ګډون د مذهبي مراسمو منظمیت ته په کتو، په لوېدیځ کې د طالبانو مذهبي ملاتړي په دوامداره او منظمه توګه فعالیت کوي، دغه ډله کسان د ټولنیزو او یا هم امنیتي بنسټونو د حساسیتونو راپارولو پرته، هڅه کوي چې د ګمراه کوونکو لکه بشري او خیریه مرستو تر عنوانونو لاندې خپل مالي ملاتړ پټ کړي.
د اړتیا وړ مالي سرچینو یوه برخه، په ځانګړې توګه د مالي مرستو د وېش یا خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو پروژې، د همدې کسانو یا بنسټونو څخه د ترلاسه شویو سرچینو له لارې چمتو کېږي. د بېلګې په توګه طالبانو د ۲۰۲۴ کال په دسمبر میاشت کې د کابل سرینا هوټل مدیریت د آغا خان له بنسټ څخه په خپل کنټرول کې واخیست. وروسته د دغه هوټل مدیریت د «سیندرلا نړیوالې ډلې» ته وسپارل شو، چې په ښکاره په المان کې راجستر شوې او یو الماني شرکت شمېرل کېږي، خو په واقعیت کې د هغو مدیریت د هارون عظیم په نوم یوه کس ته سپارل شوی، چې دوه تابعیته او له دې ډلې سره نېږدې اړیکې لري.
په تېرو څلورو کلونو کې دغه ډول ډېرې پېښې رامنځ ته شوې، خو په ډېره کمه کچه رسنیزې کېږي. په لوېدیځ کې د طالبانو مالي ملاتړي د پیسو په لېږد سره له یوې خوا د افغانستان په بازارونو کې د نقدوالي ستونزه هواروي او کاري زمینې برابروي، او له بل لوري د طالبانو د حکومت د لا ثبات لپاره لار هواروي، د دې ډول ملاتړ اصلي موخه د افغانستان د بېوزله یا عادي وګړو مرسته نه ده، بلکې اصلي هدف یې د طالبانو د حکومت د ثبات او استقرار سره مرسته کول دي، کوم چې د خیریه بسپنو یا خصوصي پانګونو په پلمه او پوښښ کې تر سره کېږي.
خو دا یوازې د طالبانو سره مرسته یا مالي ملاتړ نه دی، بلکې افغانستان ته له بهر نه د پیسو د لېږد او په افغانستان کې د اقتصادي ثبات او سولې سره د مرستې تر ټولو مهمه سرچینه هغه سلګونه زره کډوال دي، چې په بهر په ځانګړې توګه په لوېدیځو هېوادونو کې ژوند کوي.
دغه کسان د خپلوانو او دوستانو د ملاتړ په چوکاټ کې هر کال افغانستان ته زیاتې پیسې لېږي، که څه هم دغه پیسې په نېغه توګه د طالبانو د ملاتړ لپاره افغانستان ته نه لېږل کېږی، خو دا چې په نهایت کې د افغانستان د ننه پرې پانګونه کېږي او یا لګول کېږي، د داخلي نا خالص تولید په برخه کې د پام وړ رول لري او دغه کړنلاره تر یوې ګچې د نقدوالي ستونزه هم هواروي او هم د بېکارۍ او بېوزلۍ په کنټرول کې د عامو خلکو تر منځ له طالبانو د ناخوښه او نا رضایته اقتصاد زمینه له منځه وړي.
د کډوالو نړیوال سازمان او نړیوال بانک موندنې ښيي، چې په ۲۰۲۰ کال کې د بهر مېشتو افغانانو له خوا افغانستان ته د لېږل شویو پیسو کچه ۷۸۸.۹ میلیون ډالره وه، چې لږ تر لږه د داخلي ناخالص تولید ۴ سلنه جوړوي، دا هغه اندازه پیسې دي، چې د بانکي او باوري نړیوالو حوالو له لارو افغانستان ته لېږل کېږي. د نړیوال بانک د ارزونې پر نبسټ افغانستان ته د پیسو د لېږد ۹۰ سلنه د غیر رسمي حوالو له لارې تر سره کېږي، چې د هغو تعقیبول د غیر رسمي والي له امله په آسانه توګه امکان نه لري.
د جمهوریت په نسکورېدو او د افغانستان پر بانکي سیستم د محدویتونو لګولو له امله، اوس د بانکي لارو څخه د بيسو لېږد په چټکۍ کم شوی دی او باوری نړیوالې حوالې له هغې ډلې وسټرن یونین په افغانستان کې غیر فعال کړای شوی دی. خو له دې سره سره د نړیوال بانګ او کډوالو نړیوال سازمان موندنې ښيي، چې بهر مېشتو افغانانو په ۲۰۲۳ کال کې لږ تر لږه ۳۰۰ میلیون ډالره افغانستان ته لېږلي دي.
سره له دې چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان اقتصاد ۲۶ سلنه کم شوی دی، خو د غیر رسمي حوالو او ډېجیټل اسعار د غیر رسمي چینلونو له لارې، افغانستان ته د بهر مېشتو افغانانو له لوري د لږل شویو پیسو ونډه، د طالبانو تر کنټرول لاندې اقتصاد کې د پام وړ لوړه شوې ده. اقتصاد ته د دې تولو پیسو په تزریق سره په کوچینۍ کچه د کورنیو او په لویه کچه د اقتصادي فعالیتونو څرخي دوره فعاله ساتلې او په نهایت کې یې د افغانستان د مالي ستونزو په کنټرول کې د پام وړ مرسته کړې ده.
درېیم- د بهر مېشتو سیاسي پاشلتیا
په تېرو څلورو کلونو کې د بهر مېشتو افغانانو غوټ اکثریت د طالبانو مخالف دي، دغه کسان یا د طالبانو له حکومته تښتېدلي او یا هم په هغه ارزښتونو باور لري چې طالبانو له هغو ټولو سره چپ دي، په دې سره دغه لوی جمعیت چې د افغانستان له ټولو قومونو جوړ دی، د کار تر دې ځایه نه دی توانېدلی، چې د طالبانو پر وړاندې یو ځواکمن غږ جوړ شي.
د مسایلو او غوښتو په طرحه او په عملي توګه د همغږو کوونکو چوکاټونو په جوړاوي کې د بهر مېشتو افغانانو پاشلتیا او پاتې راتلل د دې لامل شوی، چې د دغه فعالو کسانو یا ډلو د مخالفت څخه وتلې انرژي د بهر مېشتو تر منځ بې اغېزې شي او په پای کې په بې عملۍ واوړي، د بهر مېشتو افغانانو بې عملي یا شنډ توب د طالبانو د لابي ګرو لپاره په عمل کې دا زمینه برابره کړې، چې د وړو خو منظمو ډلو په چوکاټ کې وتوانېږي په اغېزمه توګه د طالبانو څخه د ملاتړ چارو ته دوام ورکړي، بنسټیزې یې کړي او ان پراختیا ورکړي.
دې ته باید حیران نه شو، چې په نېږدې راتلونکې کې به په لوېدیځ کې د افغانستان استازولۍ، عملآ د طالبانو واک ته ولوېږي او دغه ډله به په رسمي ډول په اروپا کې د افغانانو او مسلمانانو تر منځ د کسانو د تبلیغ، جلب و جذب لپاره اقدام وکړي.
د بهر مېشتو افغانانو پاشلتیا په ایجابي نه، بلکې په سلبي توګه د طالبانو د قدرت او واکمنۍ د ستنو د ټينګښت پر ګټه تمامه شوې ده، یعنې هغه بالقوه انرژي چې کولی یې شوای له طالبانو سره په تعامل کې پر لوېدیځو حکومتونو د فشار راوړلو توکو باندې واوړي، عملآ له منځه تللې ده او له دې لارې د طالبانو د ملاتړو لپاره د فعالیت او منسجم کېدو زمینه برابره شوې ده.
دوام لري…
[1] https://cftni.org/recent-events/report-launch-afghanistans-qoshtepa-canal-and-water-security-in-central-asia/
[2] https://cftni.org/recent-events/report-launch-afghanistans-qoshtepa-canal-and-water-security-in-central-asia/
http://migrationdataportal.org/infographic/remittances-and-afghanistan







