د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اوچا: افغانستان کې د میندو د مړینې کچه هرو ۱۰۰ زرو ژوندیو زېږونونو کې کابو ۶۰۰ ده

1 جون 2026
اوچا: افغانستان کې د میندو د مړینې کچه هرو ۱۰۰ زرو ژوندیو زېږونونو کې کابو ۶۰۰ ده

عکس: رسانه رخشانه.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، افغانستان کې د میندو د مړینې کچه په هرو ۱۰۰ زرو ژوندیو زېږونونو کې کابو ۶۰۰ ده.

رخشانه: دې بنسټ نن (دوشنبې د غبرګولي ۱۱ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، افغانستان په نړۍ کې یو له هغه هېوادونو دی، چې د میندو مړینه په کې لوړه ده.

دغه دفتر زیاته کړې، تخصصي څارنې او په روغتیايي برخه کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو شتون د انسانانو ژوند ژغوري.

د دې بنسټ په وینا، د ښځو پر ګډون د طالبانو محدودیتونو، حیاتي او ژغورونکو خدماتو ته د مور او ماشوم لاسرسی محدود کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان څه موده وړاندې په یوه راپور کې لیکلي وو، افغانستان کې د میندو مړینه، په هرو ۱۰۰ زرو ژوندیو زېږونونو کې ۵۲۱ مورده ده.

د دې سازمان په راپور کې راغلي، له ۲۰۰۷ میلادي کاله راهیسې، د زېږون مخکې پاملرنه له ۳۱ سلنې ۷۶ سلنې ته او د زېږون پر مهال د ماهرو کارکوونکو شتون له ۲۴ سلنې ۶۷ سلنې ته لوړ شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

همدارنګه د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې ویل شوي، افغانستان کې په هر یوه ساعت کې یوه مور د مخنیوي وړو عوارضو لکه خونرېزۍ، د وینې لوړ فشار، انتان او سخت زېږون له امله ژوند له لاسه ورکوي.

طالبانو په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې په هېواد کې ګڼ محدودیتونه پر ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په کار او زده کړو لګولي دي. د دې ډلې د مشر په امر، په نیمه طبي زده کړو کې هم نجونې او ښځې له زده کړو بې برخې کړای شوې دي.

ملګرو ملتونو څه موده وړاندې په یوه راپور کې لیکلي وو، افغانستان کې د نجونو په زده کړو او د ښځو په کار د طالبانو محدودیتونه کولی شي، تر ۲۰۳۰ کال پورې دغه هېواد د ۲۵ زره ښوونکو او روغتیايي ښځینه کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

طالبانو د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر فعالیت د محدودیتونو تر څنګ، د طبي انستېتیوتونو دروازې هم د افغان نجونو پر مخ تړلې دي.

نړیوالو سازمانونو په وار وار ویلي، چې پر زده کړه او روغتیايي ښځینه کارکوونکو پر فعالیت د طالبانو محدودیتونو، د افغانستان روغتیايي نظام کمزوری کړی دی.

طالبانو ناروغانو ته د روغتیايي خدماتو په رسولو او په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو په فعالیتونو هم محدودیتونه لګولي دي. اوس مهال ښځینه روغتیايي کارکوونکې باید د خپل شرعي محرم سره روغتیايي مرکزونو ته ولاړې شي او نارینه ډاکتران حق نه لري، چې د ښځینه ناروغانو درملنه وکړي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه